وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ أَلَيْسَ هَذَا بِالْحَقِّ قَالُوا بَلَى وَرَبِّنَا قَالَ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُونَ
اوپه کومه ورځ چه پیش به کړی شی کافران په اورباندی (اوبه وئیلی شی) آیا نه دی دا حق دوی به اوائی هاؤ قسم دی په رب ځمونږ باندی اوبه وائی اللّه تعالٰی نو اوڅکئ عذاب په دی وجه چه تاسو کفرکوؤ -
د اثبات دقیامت نه روستو دهغی هیبت شان بیانوی دپاره دتخویف مخکښی آیت (۲۰) کښی هم تیرشوی دی په هغی کښی اسباب دعذاب ذکرکړی دی اوپه دی کښی اقرار دمنکرینو ذکرکوی سره دعذاب نه - نوصبر اوکړه لکه چه صبرکړی وؤ پوخ کار کوؤنکو رسولانو اوپه تادئ سره دوی لره عذاب مه غواړه یقیناً دوی په کومه ورځ چه اوینی هغه چه دوی سره وعده کیدی شی (گمان به اوکړی) چه نه وؤ حصارشوی دوی مگریوساعت دورځی نه دا رَسَوَل دی پس نه به شی هلاکولی په عذاب سره مگرقوم نافرمان کوؤنکی -