أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَمْ يَعْيَ بِخَلْقِهِنَّ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يُحْيِيَ الْمَوْتَى بَلَى إِنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
آیا او دوی نه گوری چه یقیناً اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیداکړی دی آسمانونه اوځمکه اونه دی ستړی شوی په پیدائش د هغی سره قدرت لرونکی دی په دی خبره باندی چه ژوندی به کړی مړی هاؤ یقیناً هغه په هرڅیزباندی قدرت لرونکی دی -
په دی آیت کښی زجردی منکرینو دقیامت ته چه دوی سره دعلم نه په قدرت د اللّه تعالٰی باندی انکار کوی دبعث نه او دا تفسیر دضلال مبین دی کوم چه مخکښی آیت کښی ذکرشوی دی (وَلَمْ يَعْيَ بِخَلْقِهِنَّ) او دلیل ئی دادی چه تراوسه پوری په نظام د اللّه تعالٰی کښی هیڅ نقصان نه دی راغلی که چیری ستړی شوی وی نوضرور به نقصان پیدا شوی وؤ لکه سورة ق (۱۵) کښی