الأحقاف ۳۲

وَمَنْ لَا يُجِبْ دَاعِيَ اللَّهِ فَلَيْسَ بِمُعْجِزٍ فِي الْأَرْضِ وَلَيْسَ لَهُ مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءُ أُولَئِكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ

او چاچه قبول والی اونه کړو (ددعوت) ددعوت کوؤنکی د اللّه تعالٰی نونه دی بچ کیدونکی دعذاب د اللّه تعالٰی نه په ټول ملک کښی او نیشته ده لره سیوا د اللّه تعالٰی نه مددگاران دغه کسان په گمراهئ ښکاره دی -

دا زجر او تخویف دی په ترک داجابت د رسول اللّٰه ﷺ سره (وَلَيْسَ لَهُ مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءُ) اشاره دچه بزرگان وغیره هم ددوی امداد نشی کولی یعنی نه په خپل زورسره بچ کیدی شی او نه د بل چا په امداد سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل