يَا قَوْمَنَا أَجِيبُوا دَاعِيَ اللَّهِ وَآمِنُوا بِهِ يَغْفِرْ لَكُمْ مِنْ ذُنُوبِكُمْ وَيُجِرْكُمْ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ
ای قومه ځمونږ قبول کړئ (دعوت) د دعوت کوؤنکی د اللّه تعالٰی اوایمان راوړئ په ده باندی بخنه به اوکړی تاسوته د گناهونو ستاسو او پناهی به درکړی تاسو ته دعذاب دردناک نه -
په دی کښی دعوت دی تصدیق د رسول اللّٰه ﷺ اواتباع د هغه ته (دَاعِيَ اللَّهِ) مراد ددی نه رسول اللّٰه ﷺ دی اودا دلیل دی چه هغه ټول انس او جن دپاره رالیږلی شوی وؤ اودا اشاره کیدی شی چه جنت ته به ئی داخلوی ځکه چه گناهونه مانع وؤ ددخول دجنت نه نوچه هغه ئی اوبخل نوجنت ته د داخلیدلو نه مانع پاتی نه شو او دا مسئله اختلافیه ده چه جنات به جنت داخلیږی اوکه نه صحیح داده چه ددوی حکم هم په شان د انسانانو دی او داستحقاق دجنت دپاره چه کوم دلیلونه دپاره دبشر دی نو هغه هم دوی ته شامل دی -