قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنْزِلَ مِنْ بَعْدِ مُوسَى مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَى طَرِيقٍ مُسْتَقِيمٍ
دوی اوئیل ای ځمونږ قومه! یقیناً مونږ اوریدلی دی یو کتاب چه نازل کړی شوی دی روستو د موسیٰ علیه السلام نه تصدیق کوؤنکی دی دهغه کتابونو چه دده نه مخکښی دی هدایت کوی حق طرف ته او نیغی لاری ته -
په دی آیت کښی ذکردی دعوت کول دجناتو قرآن کریم ته او دا ښائسته طریقه ددعوت وه (مِنْ بَعْدِ مُوسَى) د عیسیٰ علیه السلام ذکرئی اونه کړو ددی وجی نه چه دوی د عیسیٰ علیه السلام نه نه وو خبرشوی یاددی وجی نه چه د انجیل اصل هم تورات وؤ (يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ) مراد دحق نه صحیح عقیده ده چه امر یقینی او واقعی دی اومراد طریق مستقیم نه اتباع د رسول ده یعنی دقرآن حاصل دعوت دی توحید اوسنت ته -