وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنْصِتُوا فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِمْ مُنْذِرِينَ
اوکله چه راواړوله مونږ تاته یوه ډله دپیریانو نه چه غوږ ئی کیخودلو قرآن ته پس هرکله چه رانزدی شو نو دوی اوئیل (یوبل ته) چپ شئ نوهرکله چه پوره شو لوستل روان شو دوی خپل قوم ته (اراده کوؤنکی) دویره ورکولو -
دا دلیل نقلی دی د جناتونه دپاره داثبات دصدق درسول او دقرآن اوپه دی کښی تسلی هم ده نبی ﷺ ته او دارنگ په دی واقعه کښی ذکر دطریقی ددعوت دی چه اول علم دقرآن دی بیا دعوت دی قرآن ته بیادعوت اطاعت او اجابت درسول ته - دا واقعه په سفردطائف کښی وه چه نبی ﷺ په بطن نخله کښی قرآن لوستلو نو جناتو واؤریدل یا دا دعوت د نبی رسول اللّٰه ﷺ پیریانوته په لیلة الجن کښی ددی اوبیا دغه جنات نبی ﷺ داعیان مقررکړل دپاره دقوم دهغوی (نَفَرًا) اووه کسان وؤ یانهه کسان وؤ بعضی د نجران او بعضی د نصیبین وؤ (وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِمْ مُنْذِرِينَ) یعنی دوی دهغه وخت په اراده د انذار دخپل قوم سره روان شو او دا ادب دی د هرسړی دپاره چه علم دقرآن او سنت حاصل کړی نوهغه دی خپل قوم ته اورسوی -