فَلَوْلَا نَصَرَهُمُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ قُرْبَانًا آلِهَةً بَلْ ضَلُّوا عَنْهُمْ وَذَلِكَ إِفْكُهُمْ وَمَا كَانُوا يَفْتَرُونَ
نو ولی مدد نه کوو ددوی سره هغه کسانو چه دوی جوړ کړی وؤ سیوا د اللّه تعالٰی نه دپاره دنزدیکت (اللّه تعالٰی ته) معبودان بلکه هیرشو ددوی نه او دا دروغ ددوی وؤ اوهغه خبری وی چه دوی دځان جوړولی -
دا رد شرک دی چه متفرع دی په مخکښی واقع باندی او دا جواب دشبهی د مشرکانو دی چه دوی وائي چه مونږ یا بابا رامدد شی یا شیخ عبدالقادر وغیره ددی وجی نه وایو چه ددی په برکت سره زمونږ عذابونه مصیبتونه دفع کیږی حاصل دجواب دادی چه تیرشوی مشرکانو (عادیانووغیره) هم داسی کول لیکن هرکله چه په هغوی باندی عذاب راغی نوددوی الِهو دوی سره امداد اونه کړو (قُرْبَانًا) هرهغه څیزدی چه په هغی سره تقرب کیدی شی اللّه تعالٰی ته - نو مشرکان بزرگان او اولیاء د اللّه تعالٰی د نزدیکت دپاره وسیلی جوړی کړی دی دارنگ سورة زمر (۲) کښی تیرشوی دی (إِفْكُهُمْ) اوړیدل د توحید نه یا ذالک اشاره ده ضلال د الِهه ته او إِفْكُهُمْ کښی مضاف پټ دی یعنی اثرإِفْكُهُمْ -