الأحقاف ۲۷

وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا مَا حَوْلَكُمْ مِنَ الْقُرَى وَصَرَّفْنَا الْآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

اویقیناً هلاک کړی دی مونږ چاپیره ستاسو نه ډیر کلی اوقسماقسم بیان کړی وؤ مونږ آیاتونه دی دپاره چه دوی را اوگرځی د باطل نه -

په دی کښی تخویف دنیوی دی په اجمالی طریقی سره (مَا حَوْلَكُمْ مِنَ الْقُرَى) اشاره ده واقعی دثمودیانو او قوم دلوط علیه السلام او اهل مدین ته چه دوی حجازوالو ته نزدی وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل