وَلَقَدْ مَكَّنَّاهُمْ فِيمَا إِنْ مَكَّنَّاكُمْ فِيهِ وَجَعَلْنَا لَهُمْ سَمْعًا وَأَبْصَارًا وَأَفْئِدَةً فَمَا أَغْنَى عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ وَلَا أَبْصَارُهُمْ وَلَا أَفْئِدَتُهُمْ مِنْ شَيْءٍ إِذْ كَانُوا يَجْحَدُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَحَاقَ بِهِمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ
او یقیناً طاقت ورکړو مونږ دوی ته په هغه څیزونو کښی چه نه دی درکړی مونږ تاسوته طاقت په هغی کښی او ورکړی مو وو دوی لره غوږونه او سترگی او زړونه نو وانه ړوؤ ددوی نه غوږونو ددوی اونه سترگو ددوی اونه زړونو ددوی هیڅ حصه (دعذاب نه) ځکه چه دوی انکار کوؤ د آیاتونو د اللّه تعالٰی نه او راگیرکړو دوی لره هغه څیز چه دوی ورپوری ټوقی کولی -
په دی کښی خطاب دی موجوده مجرمانو ته او ذکرکوی دعادیانو دوه قوتونه اویوسبب عذاب او اشاره ده چه په هیڅ قوت ددوی سره عذاب نه شو دفع کیدلی یو قوت تمکین دی مراد ددی نه پاخه مکانونه غټ بدنونه ډیرمالونه دی - او دوهم قوة (وَجَعَلْنَا لَهُمْ سَمْعًا) په دی کښی اشاره ده قوت باطنیه ته لکه فهم، ادراک او هوښیار په دنیوی کارونو کښی اودارنگ دا اسباب وؤ د حق دمعلومولو دپاره (فَمَا أَغْنَى) یعنی هرکله چه دا حواس دوی دحق دپاره استعمال نه کړل بلکه صرف ددنیاوی علومو او تجربو دپاره ئی استعمال کړل نوپه هغی سره عذاب د اللّه تعالٰی دفع نه شو - اوهرکله چه علمی قوت د مالی قوت نه مضبوط دی اوپه علمی قوت سره دوی ته فائده اونه رسیدله نوپه مالی قوت سره خوپه طریقه اولٰی عذاب نشی دفع کیدلی ددی وجی نه عدم افاده د سمع او بصروغیره کښی ذکرکړه اوعدم افاده د تمکین ئی ذکرنه کړه دهغی ذکرئی مقایسةً پریخود - او سبب دعذاب ئی ذکرکړی دی په (إِذْ كَانُوا يَجْحَدُونَ) سره نومعلومه شوه چه د اسباب الٰهیه په مقابل کښی هیڅ طاقت فائده نشی ورکولی -