محمَّد ۲

وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَآمَنُوا بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ وَهُوَ الْحَقُّ مِنْ رَبِّهِمْ كَفَّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ

اوهغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعلمونه ئی کړی دی په برابر دسنت سره اوایمان ئی راوړی دی په هغه (وحی) چه نازل کړی شوی ده په محمّد ﷺ باندی اودا حق دی دطرف درب ددوی نه لری کوی اللّه تعالٰی ددوی نه بدئ ددوی او ښائسته کوی حال ددوی -

په دی کښی دمؤمنانو پنځه حالات ذکرکړی دی اوبشارت دی هغوی ته (وَآمَنُوا بِمَا نُزِّلَ عَلَى مُحَمَّدٍ) هرکله چه په دی سورة کښی مقصد ذکروؤ ددی امت او اولنی دواړه صفات ټولو مؤمنانو ته شامل وؤ نودا صفت ئی ذکرکړو چه معلومه شی چه فقط دا امت مراد دی (وَأَصْلَحَ بَالَهُمْ) مراد دبال مطلق حال اوشان ددوی دی که دنیوی وی اوکه دینی وی اوداصلاح نه مراد په هغی کښی فائدی دنیوی اواخروی اچول دی - اودبربادئ نه بچ کول دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل