وَالَّذِي قَالَ لِوَالِدَيْهِ أُفٍّ لَكُمَا أَتَعِدَانِنِي أَنْ أُخْرَجَ وَقَدْ خَلَتِ الْقُرُونُ مِنْ قَبْلِي وَهُمَا يَسْتَغِيثَانِ اللَّهَ وَيْلَكَ آمِنْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَيَقُولُ مَا هَذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ
اوهغه څوک چه اوئیل ئی موراوپلار خپل ته افسوس دی په تاسو دواړو آیا ویره وئ تاسو مالره چه زه به بیا را اویستلی شم (دځمکی نه) اوحال داچه تیرشوی دی ډیری پیړئ ځمانه مخکښی اودی دواړو فریاد کوؤ اللّه تعالٰی ته (دځوی په باره کښی) تباه به شی ایمان راوړه یقیناً وعده د اللّه تعالٰی رشتیاده نو وائي نه دی دامگر نقل شوی (دروغ) قصی د زړو خلقو دی -
دا ذکر د دوهم قسم دی نافرمان موراو پلار په مسئله دبعث بعدالموت کښی یعنی صرف دنافرمان ذکرکول مقصد نه دی اگرچه داهم گناه دی بلکه هغه نافرمان د والدینو مراد دی چه په اسلامی عقیده کښی دموراوپلار مخالفت کوی اودا درجه دکفرده (وَقَدْ خَلَتِ الْقُرُونُ مِنْ قَبْلِي) دا دلیل دی د منکردبعث چه مخکښی ډیرخلق تیرشوی دی اواوسه پوری یوهم دوباره نه دی پیداشوی اوحال داچه دا دلیل ئی باطل دی ځکه مدعا خودا نه ده چه اوس په دنیاکښی خلق دوباره ژوندی کیږی بلکه دوباره ژوند به ددی دنیا دفنا نه روستووی (فَيَقُولُ مَا هَذَا) دا دوهمه طریقه دانکار د منکرده یعنی مخکښی خلقو کښی هم داخبره دقیامت ذکرشوی ده لیکن دروغ قصی دی -