أُولَئِكَ الَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ إِنَّهُمْ كَانُوا خَاسِرِينَ
داسی کسان هغه دی چه پوره شوی ده په دوی باندی فیصله دعذاب (داخلیږی) به په هغه ډلوکښی چه تیرشوی دی ددوی نه مخکښی دپیریانو او انسانانونه یقیناً دوی د تاوان کارونه کول -
دا تخویف اخروی دی ددوهم قسم دپاره (أُولَئِكَ) دا دلیل دی چه دا آیت د مخکنی عام دی خاص نه دی په عبدلرحمٰن بن ابی بکریا عبداللّه بن اُبئ پوری لکه چه مفسرینو په سبب دنزول کښی هغوی ذکرکړی دی او بیضاوی او بقاعی رد کړی دی په هغه مفسرینوباندی چه چا سبب دنزول عبدلرحمٰن بن ابی بکر گرځولی دی (أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ) په دی کښی ددی متبوعینو پیرانو او ملایان گمراهانو ته اشاره ده -