أُولَئِكَ الَّذِينَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَنَتَجَاوَزُ عَنْ سَيِّئَاتِهِمْ فِي أَصْحَابِ الْجَنَّةِ وَعْدَ الصِّدْقِ الَّذِي كَانُوا يُوعَدُونَ
داسی خلق هغه دی چه قبلوؤ مونږ ددوی نه ډیرښائسته عملونه چه دوی کړی دی اوتیریدل کوؤ مونږ د گناهونو ددوی نه وی به دوی جنت والو کښی وعده درشتین والی هغه چه کیدی شوه وعده ددوی سره -
دا بشارت دی دپاره ددی قسم کسانو اولفظ د أُولَئِكَ، دلیل دی چه دغه آیت مخکنی خاص په یوشخص پوری نه دی لکه بعضی مفسرینو سبب نزول کښی نبی ﷺ ذکرکړی دی اوبعضو ابوبکررضی اللّه عنه (أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا) مراد ددی نه ټول حسنات دی نواحسن په معنیٰ دهغه څیزدی چه په هغی کښی صفت دحسن وی یااحسن مقابل دحسن دی اوحسن مباح ته وئیلی کیږی چه نه په هغی کښی ثواب وی اونه عذاب -