أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ إِنِ افْتَرَيْتُهُ فَلَا تَمْلِكُونَ لِي مِنَ اللَّهِ شَيْئًا هُوَ أَعْلَمُ بِمَا تُفِيضُونَ فِيهِ كَفَى بِهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ
آیا دوی وائي چه دا ئی دځان نه جوړکړی دی ته اوایه که چیری ما دځان نه جوړ کړی وی نو وس نه لرئ تاسو مالره دبچ کولو د عذاب د اللّه تعالٰی نه هیڅ قسم هغه پوهه دی په هغه څیزونو باندی چه ننوځئ تاسو په هغی کښی پوره دی اللّه تعالٰی گواه په مینځ ځما او مینځ ستاسوکښی او خاص اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی دی -
دا بل زجردی په انکار دقرآن سره د مخکنی نه ترقی ده ځکه چه دسحر په معنیٰ کښی بل چاته نسبت کول ماخوذ نه دی اود افتراء، مراد دادی چه دځان نه ئی دروغ جوړ کړی دی نوبیائی اللّه تعالٰی ته نسبت کړی دی (قُلْ) په دی سره جواب ذکرکوی حاصل دجواب دادی که بالفرض ما په اللّه تعالٰی باندی دروغ جوړ کړی وی نوهغه به ضرور ماله سزا راکړی وی لکه چه سورة الحاقة (۴۶،۴۵) کښی شته او تاسو خو ما نشئ خلاصولی لکه الحاقه (۴۷) کښی لیکن اللّه تعالٰی ماله عذاب نه دی راکړی بلکه ما دپاره ئی شهادت کړی دی (وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ) زجاج وئیلی دی چه دا دعوت او ترغیب دی توبی او استغفار ته مشرکینواو منکرینو ټولو ته -