قُلْ مَا كُنْتُ بِدْعًا مِنَ الرُّسُلِ وَمَا أَدْرِي مَا يُفْعَلُ بِي وَلَا بِكُمْ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ وَمَا أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ مُبِينٌ
ته اوایه زه نه یم نوی را لیږلی شوی د قسم د رسولانو او نه پوهیږم په هغه کار چه کیږی به ځما سره او تاسو سره (په دنیاکښی) زه تابعداری نه کوؤم دهغه چه وحی کیدی شی ماته او زه نه یم زه مگر ویره ورکوؤنکی ښکاره -
په دی آیت کښی جواب ددوؤ شبهاتودی چه مخکښی سره تعلق لری اوله شبهه دوی اوئیل چه مفتری ددی وجی نه ئی چه تا داسی دعویٰ کړی ده (یعنی دتوحید اودرسالت) چه مخکښی بل چانه ده کړی دوهمه شبه داده که مفتری نه ئی نو مونږ ته ځمونږ د غیبو حالاتو خبر راکړه نوپه دی آیت کښی علی الترتیب ددواړو شبهاتوجوابونه دی د اولی شبهی جواب (قُلْ مَا كُنْتُ بِدْعًا مِنَ الرُّسُلِ) یعنی ما څه نوی مسئله دځان نه داسی نه ده جوړه کړی چه د نورو رسولانونه زه په هغی جدا شوی یم بلکه ما هغه مسئله د توحید اودوعویٰ درسالت پیش کړی ده چه مخکښی رسولانو هم داسی پیش کړی وه (بِدْعًا) بدع او مبتدع په لغت دعرب کښی هرهغه نوی کارته وئیلی کیږی چه دهغی مخکښی مثال نه وی اودشریعت په اصطلاح کښی بدعت هرهغه څیزدی چه دلیل شرعی سره ثابت نه وی اوشریعت گرځولی شوی وی که قول وی اوکه عقیده او که مکان وی - او ددی تقسیم حسنه او سیئه یاواجب مستحب وغیره ته نشی کیدی ځکه چه رسول اللّٰه ﷺ فرمائیلی دی کل بدعة ضلالة اوکوم تقسیم چه بعضی اعل علمو ذکرکړی دی روستو دمنلو دهغی نه وئیلی کیدی شی چه تقسیمات په بدعة لغویة کښی دی - او ددوهمی شبهی جواب (وَمَا أَدْرِي مَا يُفْعَلُ بِي وَلَا بِكُمْ) مراد ددی نه احوال دنیویه دی دحسن بصری نه مفسرینو نقل کړی دی چه دا په دنیا کښی دی اوهرچه په آخرت کښی وی نو معاذاللّه ځکه چه نبی ﷺ ته علم وؤ چه دی بخلی شوی او جنتی دی نو ددنیا د حالاتوپه باره کښی عالم الغیب نه دی داعلم ورته نه وؤ چه د مکی معظمی نه به ویستلی کیږی اوکه قتل کیږی اوکه نه اودامت په باره کښی عالم نه وؤ چه دوی به ځما تصدیق کوی او که تکذیب اوپه دوی به عذاب راځی اوکه نه اوڅه رنگ عذاب به ورباندی راځی - سوال: حدیث د ام العلاء الانصاریه کښی خووارد دی (په باره دعاقبت کښی) واللّه وانارسول وماادری مایفعل بی ولابکم - جواب دادی چه په دی روایت کښی صحیح الفاظ دادی ماادری مایفعل بهِ لکه چه امام بخاری روایت رواړی دی دارنگ قرطبی او ابن کثیرهم وئیلی دی -