الأحقاف ۷

وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ

اوکوم وخت چه اولوستلی شی په دوی باندی آیاتونه ځمونږ ښکاره نووائی کافران په باره دحق کښی هرکله چه دوی ته راغی چه دا جادو دی ښکاره -

دا هم بل زجردی په انکار دقرآن سره (لِلْحَقِّ) ددی نه مراد دغه آیات بینات دی یامراد ددی نه مضمون دهغی دی یعنی اثبات دتوحید او رد شرک (سِحْرٌ) لکه چه جادو بی حقیقته خیالی څیزوی نو دوی (کافران) هم دا قرآن داسی گنړی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل