وَإِذَا حُشِرَ النَّاسُ كَانُوا لَهُمْ أَعْدَاءً وَكَانُوا بِعِبَادَتِهِمْ كَافِرِينَ
او کوم وخت چه را جمع کړی شی خلق نوشی به دوی هغوی لره دشمنان او دوی به شی دبندگئ دهغوی نه انکار کوؤنکی -
لفظ د حشر او عدات او کفر (انکار) هم دلیل دی چه دا آیت په باره دبتانو کښی نه دی (وَكَانُوا بِعِبَادَتِهِمْ) یعنی دشمن چه دشمن سره خبری نه کوی او برائت ترینه کوی دغسی به دا معبودان ددی عابدانو سره خبری نه کوی او دهغوی دعبادتونو نه به انکار کوی لکه سورة یونس (۲۸) کښی اودا انکار د وجی د ناخبرئ نه دی -