وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ يَدْعُو مِنْ دُونِ اللَّهِ مَنْ لَا يَسْتَجِيبُ لَهُ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَهُمْ عَنْ دُعَائِهِمْ غَافِلُونَ
اوڅوک دی زیات گمراه دهغه چانه چه رامدد شه وائي سیوا د اللّه تعالٰی نه هغه چاته چه نشی پوره کولی (حاجت) ده لره تردورځ دقیامت پوری او دوی دهغوی د بلنی نه ناخبره دی -
دا بل هم زجردی په شرک فی الدعاء والعلم باندی روستو د رد دشرک فی التصرف نه - د أَضَلُّ، نه مراد کافردی ځکه چه کفرآخری درجه دگمراهئ ده (مِمَّنْ يَدْعُوا) ددعا نه مراد حاجت غوښتل او رامددشه وئیل دی په دی عقیده باندی چه دا حاجت روا او اختیارمند د نفع اوضرر دی اودا دعا اصل عبادت دی ددی وجی نه بعضی مفسرینو د یدعوا په تفسیرکښی یعبد لیکلی دی (مِنْ دُونِ اللَّهِ مَنْ لَا يَسْتَجِيبُ لَهُ) لفظ من دون اللّه خو ټول ماسوی اللّه ته عام دی که ژوندی دی اوکه مړه وی بتان وی اوکه روح والا وی اولیاء وی او که انبیاء وی او لفظ م مَنْ خاص دی په عقل والوپوری که مړه وی او که ژوندی نو دابدل دخاص دی دعام نه اوپه دی کښی اشاره ده که څوک دبتانو بندگی کوی نوهم دهغوی مقصد بتان نه وی بلکه هغه شخص وی چه دابت د هغه جوړ کړی شوی دی - تفسیرابن کثیر، قرطبی، سراج المنیر، خازن وغیره ټولو تصریح کړی ده چه دا ایت شامل اوعام دی عابدانو د ملائکو او د عیسیٰ علیه السلام او دپیریانو وغیره ته (لَا يَسْتَجِيبُ لَهُ) یعنی ددوی هیڅ حاجت نشی پوره کولی نه ورله څه فائده وررسولی شی او نه ضرراو دا شامل دی دی خبری ته چه مړی ددی ژوند و دپاره دعا هم نشی غوښتلی که دوی ورته دعا طلب کوی ځکه چه دعا غوښتل هم استجابت دی (إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ) په دی کښی ډیر تاکید دی یعنی مشرک دی دا خیال نه کوی چه ځما دعا ئی اوس قبوله نه کړه نو څه وخت روستو به قبوله کړی بلکه ترقیامته پوری نشی قبلیدلی (وَهُمْ عَنْ دُعَائِهِمْ غَافِلُونَ) د غفلت نه مراد نه اوریدل دی لکه سورة یونس (۲۹) اوسورة فاطر (۱۰۴) کښی تیرشوی دی لفظ د هم او غافلون اوصفت دغفلت هم دلالت کوی چه دا خاص نه دی په بتانو پوری - اودا معبودان ددعا ځکه غافل دی چه څوک لری وی او څوک نزدی وی لیکن مړه دی او مړی خو نه آوری اویا داچه دمشرک آواز او دعا وغیره ورته اللّه تعالٰی نه آوروی دغسی تفصیل په سورة فاطر کښی تیرشوی دی -