قُلْ أَرَأَيْتُمْ مَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ ائْتُونِي بِكِتَابٍ مِنْ قَبْلِ هَذَا أَوْ أَثَارَةٍ مِنْ عِلْمٍ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ
ته اوایه خبرکړئ مالره په باره دهغه چا کښی چه تاسو ورته رامدد شه وائی سیوا د اللّه تعالٰی نه اوښائی ماته هغه څه دی چه دوی پیدا کړی دی د ځمکی د څیزونو نه آیا دوی لره شته دی برخه په آسمانونو کښی راؤړئ ماته کتاب (چه نازل شوی وی) مخکښی ددی کتاب نه یا را نقل کړی شوی دلیل (دمخکنونه) که چیری تاسو رشتینی ئی -
(أَوْ أَثَارَةٍ مِنْ عِلْمٍ) نقل د دعکرمه او مجاهد نه چه مرا ددی نه روایت نقل کړی شوی دی د انبیاء علیهم السلام نه چه هغی ته په اصطلاح دشرع کښی احادیث وئیلی کیدی شی په دی کښی اشاره ده چه دلیل شرعی صرف کتاب اللّه وی یا داحادیث د پیغمبرددی نه بغیر په بل څیز سره صدق نه ثابتیږی ددی وجی نه إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ، ئی ذکرکړو -