مَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُسَمًّى وَالَّذِينَ كَفَرُوا عَمَّا أُنْذِرُوا مُعْرِضُونَ
نه دی پیدا کړی مونږ آسمانونه او ځمکه او هغه چه ددی په مینځ کښی دی مگرپه فائدی او نیټی مقرری سره او کافران خلق دهغه څه نه چه دوی له پری ویره کیدی شی مخ گرځوؤنکی دی -
په دی کښی طلب ددلیل دی د معرضینو دهغوی په شرک باندی او زجردی په شرک فی التصرف باندی حاصل دادی چه په ځمکه کښی خلق یا په آسمان کښی شرکت په تصرف دلیل دی په الوهیت باندی نو که ستاسو آلِهو کښی ددی نه یوقدرت وی نو اوښائي - او دا دلیل عقلی دی اوکه داسی نه وی نو دلیل نقلی د کتاب د اللّه تعالٰی یا د مخکښنو پیغمبرانو د آثارو، احادیثو پیش کړئ په الوهیت د معبودانو ستاسو باندی -