أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَى عِلْمٍ وَخَتَمَ عَلَى سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ وَجَعَلَ عَلَى بَصَرِهِ غِشَاوَةً فَمَنْ يَهْدِيهِ مِنْ بَعْدِ اللَّهِ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
آیا پوهه ئی ته په حال دهغه چاچه جوړکړی دی معبود خپل خواهش لره او بی لاری کړی دی ده لره اللّه تعالٰی په علم باندی او مهروهلی دی په غوږ دده او زړه دده اواچولی دی په سترگو دهغه باندی پردی نو څوک به هدایت ورکړی ده ته روستو د بی لاری کولو د اللّه اللّه تعالٰی نه آیا نو نصیحت نه اخلی دوی -
دا زجردی او رد دی په مخکښی گمان د کافرانو باندی چه دکافرانو حال څه رنگ دمؤمنانو سره برابر کیدی شی او حال داچه دوی د هویٰ نه الٰه جوړ کړی دی او مهرزده گمراهان دی (إِلَهَهُ هَوَاهُ) په دی کښی دوه توجیه دی اوله داده الٰه ئی دخپل خواهش په تقاضا جوړ کړی دی دچه خواهش دی چه بت الٰه دی او دچا خواهش دی چه قبر الٰه دی او دچا پیر الٰه دی اودچا شیخ الٰه دی وغیره او دلیل ورسره نیشته او حال داچه الٰه صرف اللّه تعالٰی دی چه ده هغه په الوهیت باندی ښکاره آیات او دلیلونه شته دی - دوهمه توجیه داده چه دهویٰ (خواهش دنفس) داسی تابعداری کوی لکه د الٰه چه تابعداری کیږی یعنی په خپل خواهش باندی حلال او حرام جوړوی جائزاو ناجائز جوړوی اوپه هغه پسی روان وی -