الجاثية ۲۴

وَقَالُوا مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ وَمَا لَهُمْ بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ

اودوی نه دی دا ژوند مگر ژوند زمونږ نزدی مړه کیږو او ژوندی کیږو اونه مړه کوی مونږ لره مگرزمانه اونیشته دوی لره په دی باندی هیڅ دلیل دوی نه دی مگر گمانونه کوی -

دا زجر دی په انکار دقیامت سره (وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ) دا رد دی په عقیده د بعضی عرب جاهلانو چه دهغوی عقیده دا وه چه حوادث، تکالیف او مرگ ددی فاعل دهر دی اوددی وجی نه دوی به دمصیبت په وخت کښی دهرته ناکاره الفاظ وئیل (یاخبیثه الدهر) او حدیث صحیح کښی وارد دی چه، لاتسبوالدهر (نسبت د مصیبتونو راوستلو دهر ته مه کوئ) فان اللّه هوالدهر، او قرطبی وئیلی دی چه صحیح داده چه دهر د اللّه تعالٰی نوم نه دی بلکه په دی حدیث کښی معنیٰ وصفی مراد ده یعنی الفاعل والمتصرف - ددی نه معلومه شوه چه څوک دب بعضی حوداثو نسبت زمانی ته کوی یا د ټولو حوادثو نو دا ټول کافردی اودوی ته دهریان هم وئیلی کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل