الجاثية ۲۲

وَخَلَقَ اللَّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَلِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ

او پیدا کړی دی اللّه تعالٰی آسمانونه او ځمکه دحق دپاره او دی دپاره چه جزا ورکړی شی هریو تن ته دهغه عمل چه کړی وی او په دوی باندی به ظلم نشی کیدی -

ددی آیت نه ترآخره پوری دوهم باب دی په دی کښی نور آیات عقلیه ذکرکوی او زجر دی په اتباع د هویٰ اوپه انکار دقیامت سره - بیا بشارت دی تابعدارانود شریعت ته اوتخویف دی تابعدارانو دهویٰ ته - په دی (۲۲) کښی دلیل عقلی دی او دارنگ رد دی په مخکښی گمان دکافرانو باندی چه مساوات دی د حال - حاصل د رد دادی یعنی ایجاد ددی عالم دلالت کوی په عدل او انصاف باندی او هغه فرق کول دی په جزاء دفریقینو کښی

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل