أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أَنْ نَجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاءً مَحْيَاهُمْ وَمَمَاتُهُمْ سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ
آیا گمان کوی هغه کسان چه دوی کوی بدکارئی داچه گرځوو مونږ دوی لره په شان دهغه کسانو چه ایمان ئی راوړی دی اوعلمونه ئی کړی دی دسنت موافق چه برابروی ژوند ددوی او مرگ ددوی بده ده هغه فیصله چه دوی کوئ -
په دی آیت کښی زجراو رد دی په منکرینو دشریعت باندی او وائي چه شریعت او غیرشریعت یو شی دی (الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ) یعنی شرک او کفربدعات او نورگناهونه کوی اود شریعت خلاف کوی - حاصل دادی چه کافران دا گمان کوی چه زمونږ او دمؤمنانو په ژوند او مرگ کښی هیڅ فرق نیشته نودا گمان ئی غلط دی بلکه ژوند مؤمنانو په طاعت د اللّه تعالٰی او د رسول اللّٰه ﷺ باندی دی او ژوند د مشرکانو په معصیت او گناهونو کښی دی د مؤمنانو په زړونو کښی اطمینان او تسلی ده او کافران همیشه پریشان دی او مرگ دمؤمنانو په بشارت سره دی ملائک ورله زیری ورکوی او مرگ دکافرانو په ذلت او په رسوائی او په سختئ سره دی -