الجاثية ۲۰

هَذَا بَصَائِرُ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ

دا قرآن دلیلونه درنړا دی زړونو دخلقو لره اوهدایت او رحمت دی هغه قوم لره چه یقین لری -

دا ترغیب دی قرآن ته اوعلت دی د فاتبها دپاره یعنی دشریعت تابعداری ددی وجی نه واجب ده چه په هغی کښی دا دری اوصاف عالیه دی - بصائر، رحمت، هدیٰ، رحمت، اول کښی قرآنی دلیلونو ته اشاره ده په دوهم کښی دقرآن دعاوی او مقاصدو ته اشاره ده اوپه دریم کښی ددی فائدی او ثمری ته اشاره ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل