الجاثية ۱۹

إِنَّهُمْ لَنْ يُغْنُوا عَنْكَ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَإِنَّ الظَّالِمِينَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُتَّقِينَ

یقیناً دوی نشی لری کولی ستانه د (عذاب) د اللّه تعالٰی نه هیڅ څیز اویقیناً ظالمان بعضی دوی ملگری د بعضو دی او اللّه تعالٰی ملگری دمتقیانو دی -

دا علت د لاتتبع اهواء اه دی (لَنْ يُغْنُوا عَنْكَ) ددی دوه مطلبه دی یوداچه که ددوی تابعدری کوئ نودهغی په وجه سره د عذاب د اللّه تعالٰی نه په دنیا او آخرت کښی نشی بچ کیدلی - دوهم داچه ددوی تابعداری د حق د ثابتولو په باره کښی تاته هیڅ فائده نشی درکولی یعنی ددوی اهواء دلیل داثبات دحق نشی کیدلی (بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ) مراد د ولایت نه تابعداری دکشرانوده مشرانولره او مشابهت دی دیوبل سره په شرک او خرافاتوکښی اودیوبل سره په باطل کښی مدد کول -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل