الجاثية ۱۸

ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ

بیائی اوگرځولی ته په ښکاره لاری باندی ددین نو تابعداری کوه دهغی اوتابعداری مه کوه د خواهشاتو دهغه کسانو چه نه پوهیږی -

په دی آیت کښی دعویٰ دسورة ده اوهرکله چه مخکښی ذکرشو چه بنی اسرائیلو خپل دین دوجی د بغی او اد ختلاف نه برباد کړی دی او دعوامو مشرانو حال هم ذکرکړی شو چه هغوی افاک او اثیم وغیره دی نومعلومه شوه چه ددغه دواړو ډلو تابعداری کول نه دی جائز نوددی وجی نه تله مستقل شریعت درکړی شوی دی (چه هغه قرآن او سنت دی) نوددی تابعداری کول فرض دی (شَرِيعَةٍ) شریعت په عام اصطلاح هغه لاری ته وئیلی کیږی چه فراخه، نیغه اسانه او مقصد ته رسوؤنکی وی اوپه اصطلاح دشرع کښی هغه احکام اوامر نواهی حدود فرائض وغیرها ته وئیلی شی چه اللّه تعالٰی بندگانوته د رسول په واسطه رالیږلی وی او لفظ د جَعَلْنَاكَ، کښی یو فائده داده چه شریعت په وحی سره ثابتیږی - دوهمه فائده دا چه د نبی ﷺ دنبوت ژوند ټول شریعت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل