الدخان ۱۷

وَلَقَدْ فَتَنَّا قَبْلَهُمْ قَوْمَ فِرْعَوْنَ وَجَاءَهُمْ رَسُولٌ كَرِيمٌ

او یقیناً ازمیښت کړی دی مونږ مخکښی ددوی نه په قوم دفرعون باندی او راغلی وؤ هغوی ته رسول عزت والا -

داد تخویف دنیوی مثال دی په واقعه د اهلاک دفرعون سره - اشاره ده لکه چه فرعونیانو دعذابونو په وخت کښی د موسیٰ علیه السلام سره وعدی دایمان کړی وی په دی شرط چه ځمونږ نه عذاب لری کړه لکه سورة زخرف کښی ذکرشول لیکن بیائی هغه وعدی ماتی کړی نو اللّه تعالٰی په هغوی باندی لوی عذاب د غرق راوستلو نودغسی حال د مکی دمشرکانو دی (وَلَقَدْ فَتَنَّا) مراد د فتنی نه امتحان کول دی په رالیږلو درسول اوپه امر بالطاعة سره یا مرا دفتنی نه عذاب دی (كَرِيمٌ) دا په مقابله دقول فرعون کښی دی (مهین) چه په سورة زخرف کښی تیرشو یعنی اللّه تعالٰی کرامت او عزت او شرافت ورکړی وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل