أَنْ أَدُّوا إِلَيَّ عِبَادَ اللَّهِ إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ
(وئیلی وؤ) چه راکړئ ماته بندگان د اللّه تعالٰی یقیناً زه تاسولره رسول امانت داریم -
ددی دوه توجیه دی اوله توجیه داده مراد د ادا نه اطاعت او تابعداری کول دی - دوهمه معنیٰ د أَدُّوا، یعنی آزاد کړی ماسره بنی اسرائیلو لره اودا دواړه مقصدونه دهغه په کلام کښی په سورة اعراف (۱۰۵،۱۰۴) کشی موجود دی -