الزخرف ۸۶

وَلَا يَمْلِكُ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ الشَّفَاعَةَ إِلَّا مَنْ شَهِدَ بِالْحَقِّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ

او وس نه لری هغه کسان چه دوی ته رامدد شه وائي سیوا د اللّه تعالٰی نه د سفارش کولو مگرهغه څوک چه اقرار ئی کړی وی د حق اوهغوی علم لری -

دا جواب دی د مشهوری شبهی هغه داده چه مشرکان وائی چه مونږ خپلو معبودانو ته الهه نه وایو رب او خالقان ورته نه وایو صرف داچه ځمونږ ددنیا حاجتونه په اللّه تعالٰی باندی پوره کوی او آخرت کښی به هم مونږه د اللّه تعالٰی دعذاب نه بچ کوی ځکه چه دوی د اللّه تعالٰی محبوبان او مخوریز خلق دی اللّه تعالٰی مجبوراً ددوی خبره منی جواب اوشو په رد ددی عقیدی سره لیکن په دی آیت کښی رد دشفاعت دآخرت دی مشرکانولره یا رد د شفاعت دی په آخرت کښی دهغه معبودانونه چه عقیده د توحید په کښی نه وی یعنی مشرکان پیران وی (وَهُمْ يَعْلَمُونَ) قرطبی ددی په تفسیر کښی لیکلی دی چه شهادت بالحق فائده نه ورکوی مگرسره دعلم نه او تقلید فائده نه ورکوی کله چه سړی علم نه لری په دلیل دخبری باندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل