وَتَبَارَكَ الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَعِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
او برکتونو والا دی هغه ذات چه دهغه په اختیار کښی بادشاهی د آسمانونو او د ځمکی او د مینځ ددی دواړو ده او خاص هغه سره علم دقیامت دی او خاص هغه ته به اوگرځولی شئ تاسو -
دا رد دی په شرک فی البرکات باندی اودفع دبل وهم ده وهم دادی چه واقعی اللّه تعالٰی رب دی الٰه دی لیکن کیدی شی چه دبعضی برکاتو او منافعو پیدا کولو اختیار او قدرت ئی بل چاته سپارلی وی نوهغه به ولد یا شریک شی حاصل دجواب دادی چه بادشاهی د آسمانونو او ځمکی او علم دفنا ددی چه په قیامت کښی به وی او رجوع دټولو فیصلو اللّه تعالٰی ته دا ټول د اللّه دپاره دی نومعلومه شوه چه برکات پیدا کوؤنکی هم اللّه تعالٰی دی -