الزخرف ۸۴

وَهُوَ الَّذِي فِي السَّمَاءِ إِلَهٌ وَفِي الْأَرْضِ إِلَهٌ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْعَلِيمُ

او اللّه تعالٰی هغه دی چه په آسمان کښی واکدار دی او په ځمکه کښی واکدار دی او هغه حکمتونووالا دی پوهه دی په هرڅیز -

دا هم رد دی په عقیده د اتخاذالولد باندی او رد د وهم دی وهم دا وؤ اگر چه اللّه تعالٰی رب د عالم دی لیکن امکان شته چه په الوهیت کښی بل چالره حصه ورکړی وی نو هغه ولد یا شریک د اللّه تعالٰی به وی نو جواب اوشو په طریقه د رد دشرک فی الالوهیة سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل