وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ
اوکه چیری تپوس اوکړی ته ددوی نه چه چا پیدا کړی دی (دا شفعاء) خامخا دوی به اوائي اللّه تعالٰی نو څه رنگ اوړیدلی کیږی دوی د توحید نه -
دا دلیل عقلی دی اوپه دی کښی هم رد دی په شفاعة قهریه باندی یعنی ستاسو شفعاء خو ستاسو په اقرار سره هم مخلوق دی نو مخلوق څه رنگه شفیع قهری گنړئ؟ (مَنْ خَلَقَهُمْ) ضمیردهم معبودانو ته راجع دی یا عابدانواومعبودانودواړو ته راجع دی -