لَقَدْ جِئْنَاكُمْ بِالْحَقِّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كَارِهُونَ
یقیناً راوړی دی مونږ تاسوته حق لیکن ډیرستاسونه حق لره بد گنړی -
په دی کښی ذکردی سبب دعذاب اوپه دی خطاب کښی دوه احتمالونه دی اول دا چه د مالک دطرف نه خطاب دی دوهم داچه دا د اللّه تعالٰی طرف نه خطاب دی (أَكْثَرَكُمْ) مراد داکثرنه د دوی مشران دی هغوی دحق نه نفرت کوؤ او نورو دهغوی تقلید کوؤ او د حقیقت نه خبر نه وو -