وَنَادَوْا يَا مَالِكُ لِيَقْضِ عَلَيْنَا رَبُّكَ قَالَ إِنَّكُمْ مَاكِثُونَ
او آواز به اوکړی دوی ای مالکه فیصله د مرگ د اوکړی په مونږ باندی ستا رب اوبه وائی یقیناً تاسو به ایسار ئی -
په دی کښی دوه تخویفونه ذکرکوی - فریادونه کول مالک ته دپاره دمرگ غوښتلو او جواب په ماکثون سره (يَا مَالِكُ) د جهنم خازن ملک دپاره نوم دی (إِنَّكُمْ مَاكِثُونَ) او مراد د مٰکِثُ نه همیشه اوسیدل دی لکه چه په باره دجنت کښی سورة کهف (۳) تیرشوی دی -