الزخرف ۷۹

أَمْ أَبْرَمُوا أَمْرًا فَإِنَّا مُبْرِمُونَ

آیا کلکه کړی مو ده یوه خبره نو یقیناً مونږ هم کلکوؤنکی یو -

په دی آیاتونو کښی زجردی (أَمْ أَبْرَمُوا) یعنی صرف د حق‌ په بد گنړلو باندی اکتفاء نه کوی بلکه د حق په مقابله کښی تدبیرونه او چلونه جوړوی د نبی ﷺ دقتل او د توحید د ختمولو دپاره اَبرَام، کلکه او قطعی فیصلی کولو ته وئیلی کیږی نوهغه داسی تدبیروی چه په گنړه سره ئی اوکړی - دیحیٰ بن معاذ نه نقل دی، چه څوک د خلقو نه گناهونه پټ ساتی او هغه ذات ته ئی ښکاره کوی چه دهغه نه هیڅ په آسمانونو کښی پټ نه دی نودائی د اللّه تعالٰی ډیره بی عزتی اوکړه او دا د علاماتو دمنافقت نه ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل