الشورىٰ ۵۳

صِرَاطِ اللَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ أَلَا إِلَى اللَّهِ تَصِيرُ الْأُمُورُ

لار د اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه خاص هغه لره هغه څیزونه دی چه په آسمانونو کښی دی او هغه څیزونه چه په ځمکه کښی دی خبرشئ خاص اللّه تعالٰی ته ورگرځی ټول کارونه -

(أَلَا إِلَى اللَّهِ تَصِيرُ الْأُمُورُ) په دی سره دفع د وهم کوی که څوک وهم کوی چه په بعضی څیزونو کښی خو دبندگانو ملکیت هم شته نوڅه رنگ اوئیلی شو، له مافی السمٰوت او مافی الارض؟ حاصل جواب دادی چه په حقیقت او په عاقبت کښی ددی ټولو ملکیت اللّه تعالٰی ته ورگرځی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل