الزخرف ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
حم

حا میم -

سورة زخرف

ربط: ددی سورة د شوریٰ سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی امر وؤ په تحکیم دقرآن چه هغه حجت د مؤحدینو دی نوپه دی سورة کښی تردید دی په حجتونو دمشرکانو باندی - دوهمه خبره داده چه مخکښی رد وؤ په بعضی شبهاتو دمشرکینو باندی نوپه دی سورة کښی رد دی په مشهوره شبهه دهغوی باندی چه هغه عقیده د شفاعت شرکیه قهریه ده -

دعویٰ ددی سورة:

رد کول دی په حجتونو دمشرکانو باندی یو حجت د هغوی مشیت د اللّه تعالٰی دی په شرک باندی او دوهم حجت عقیده دشفاعت شرکیه او دریم حجت اتباع د آباؤ ده په (۲۲،۸۶،۲۰) کښی او ددی سره رد دی په اقسامو دشرک باندی شرک فی العبادة او فی الدعا او فی التصرف اوپه عقیده د اتخاذالولد باندی په دری دلیلونو نقلیو او اته دلیلونو عقلیوسره -

خلاصه د سورة:

داده چه دا تقسیم دی دری بابونوته اول باب تر (۳۶) پوری دی په دی کښی ذکر دصدق دقرآن دی په نهه طریقو سره بیا زجراو تخویف دنیوی دی - بیا څلور عقلی دلیلونه دی بیا زجردی په مشرکین بالملائکه باندی او دهغوی په دوه دلیلونو باندی او دلیل نقلی دی د ابراهیم علیه السلام نه بیا دوه زجرونه دی او تزهید فی الدنیا ذکرکوی -

تفسیر

په دی کښ قسم ذکرکوی په قرآن باندی دپاره دفائدی د شهادت پیش کولو او تفصیل ددی په ابتداء د سورة یٰس کښی تیرشوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل