وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِنْ أَمْرِنَا مَا كُنْتَ تَدْرِي مَا الْكِتَابُ وَلَا الْإِيمَانُ وَلَكِنْ جَعَلْنَاهُ نُورًا نَهْدِي بِهِ مَنْ نَشَاءُ مِنْ عِبَادِنَا وَإِنَّكَ لَتَهْدِي إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ
او دغه شان وحی کړی ده مونږ تاته دروح (قرآن) دوجی دحکم ځمونږ نه نه وی ته چه پوهیدلی چه څه دی کتاب اوبه په تفصیل د ایمان کښی لیکن اوگرځوؤ مونږ دا قرآن رنړا چه هدایت کوؤ مونږ په دی سره هغه چاته چه اوغواړو مونږ د بندگانو خپلونه اویقیناً ته خامخا هدایت کوی لاری نیغی ته -
دا ترغیب دی قرآن کریم ته او صدق دقرآن دی متعلق دی د ابتداء دسورة سره او اشاره ده چه قرآن کریم په هغی طریقی سره نازل شوی دی کومی چه په مخکښی آیت کښی ذکرشوی دی (رُوحًا) مراد ترینه قرآن دی ځکه چه قرآن سبب دحیات روحانیه دی لکه چه روح حیوانی سبب دحیات بدنیه دی او ددی وجی نه قرآن ته ربیع القلوب هم وائي (سپرلی دزړونو) (مَا كُنْتَ تَدْرِي مَا الْكِتَابُ) مراد ترینه قرآن کریم دی یعنی مخکښی د نزول دقرآن نه نبی ﷺ دقران نه ناخبره وؤ - یامراد د کتاب نه جنس نازل کتابونه دی یعنی تورات، انجیل، زبور یا مراد د کتاب نه لیکل دی (وَلَا الْإِيمَانُ) مراد ددی نه ایمان تفصیلی یعنی تفصیلات او شرائع د ایمان مخکښی د نبوت نه نبی ﷺ ته معلوم نه وو یامراد طرینه طریقه ددعوت ده ایمان ته یا مراد ترینه اهل ایمان دی -
فائده: ددی آیت نه معلومه شوه چه ایمان تفصیلی بغیر دقرآن نه نه حاصلیږی نوهغه خبره چه وئیلی کیږی چه ایمان دقرآن نه مخکښی دی نومراد ترینه اجمالی ایمان دی -