وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَنْ يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلَّا وَحْيًا أَوْ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا فَيُوحِيَ بِإِذْنِهِ مَا يَشَاءُ إِنَّهُ عَلِيٌّ حَكِيمٌ
او نشی کیدی هیڅ بشر لره چه خبری اوکړی هغه سره اللّه تعالٰی مگر په وحی سره زړه دهغه ته یا روستو دپردی نه یا اولیږی ملک نو وحی کوی په حکم د اللّه تعالٰی سره څه چه اوغواړی یقیناً هغه پورته دی حکمتونو والا دی -
مخکښی آیت کښی تقسیم د نعمت ظاهریه وؤ اوس په دی آیت کښی تقسیم د نعمت باطنیه دی چه وحی ده اوپه دی آیت کښی اثبات د عجز د انبیاء علیهم السلام دی د مرتبی د الوهیت نه - کلام د اللّه تعالٰی دبشرسره، ددی دری طریقی دی په طریقه دحصر سره اول طریقه وحی ده دلته خاص معنیٰ مراد ده یعنی په زړه د نبی کښی واچوی بغیر دواسطی د ملک نه که په بیدارئ کښی وی اوکه په خوب کښی وی - او هم داسی وو خوب د ابراهیم علیه السلام په ذبح د ولدسره - دوهمه طریقه (أَوْ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ) یعنی خبری حقیقتاً وی یغیر دلیدلو د اللّه تعالٰی نه لکه په معراج کښی - دریمه طریقه (أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا) مرا درسول نه جبرائیل علیه السلام دی او دا روستنئ طریقه بیا په دوه قسمه ده لکه په دوهم حدیث دبخاری کښی ذکر شوی ده - یوه داچه جبرائیل آواز په شان د صلصلة الجرس وی او دا په پیغمبر ﷺ باندی ډیر گران وو لیکن هغه به ترینه ضروری وحی یاده کړه دوهمه طریقه چه جبرائیل علیه السلام به متشکل شو په شکل دیو سړی باندی او نبی ﷺ سره به ئی ښکاره خبری کولی اودا آسانه طریقه وه -
فائده: ددی آیت نه دلیل نیولی شوی چه انبیاء علیهم السلام په دنیا کښی د اللّه تعالٰی ملاقات نشی کولی صرف کلام اللّه آوریدل دی نودا یو دلیل دی چه کلام صفت د اللّه تعالٰی دی -