وَجَزَاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ
او بدله دبدئ بدی وی په شان د هغی نوچاچه معافی اوکړو اوښه عمل ئی اوکړو نوثواب دده دی په اللّه تعالٰی باندی یقیناً اللّه تعالٰی نه خوښوی ظالمان -
په دی کښی طریقه د انتصار او شرط دبدل اخستلو ذکرکوی چه برابروالی دی اوبیائی ترغیب ذکرکړی دی اعلٰی وصف ته چه عفو کول دی -