وَلَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُولَئِكَ مَا عَلَيْهِمْ مِنْ سَبِيلٍ
او خامخا چاچه بدله واخستله روستو دظلم کیدلونه په ده باندی نو دغه کسان نیشته په دوی باندی هیڅ ملامتیا -
په دی کښی دفع دوهم ده چه هرکله یو مظلوم بدل د ظالم نه واخلی نوبعضی ناپوهه خلق په دی مظلوم باندی ملامتیا وائی نوپه دی آیت کښی په هغوی باندی رد دی اودا بدله اخستل عام دی که په بدن کښی وی یامال کښی یاپه عزت کښی -