الشورىٰ ۳۹

وَالَّذِينَ إِذَا أَصَابَهُمُ الْبَغْيُ هُمْ يَنْتَصِرُونَ

او هغه کسان چه کله اورسیږی هغوی ته زیاتی دچانه نودوی بدله اخلی -

په دی کښی نهم صفت ذکردی (سوال) دڅلورم صفت او ددی صفت په مینځ کښی منافات دی (اول جواب) دادی چه جنایت کوؤنکی دوه قسمه دی اول هغه دی چه په خپل جنایت کولو باندی نادم (پښیمانه) وی نوهغی ته معافی کول په کار دی او دوهم هغه دی چه په جنایت باندی کلک دی او ظلم نه پریږدی نودهغه نه انتقام اخستل دی - دوهم جواب دادی چه اول په باره د غضب کولو په وخت د دعوت کښی دی یعنی په وخت ددعوت او تبلیغ کښی چه څوک زیاتی اوکړی او کنځل اوکړی او داعی غصه شی لیکن مغفرت کوی اودوهم په باره ددنیوی امورو کښی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل