وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ
او هغه کسان چه قبلوی حکمونه درب خپل اوپابندی کوی د مونځ اوکار ددوی مشوره کول دی په مینځ ددوی کښی اودهغه مال نه چه مونږ ورکړی دی دوی ته خرچ کوی -
په دی کښی پنځم، شپږم، اووم او اتم صفت ذکرکوی (وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ) په دی کښی اشاره ده اتفاق او اتحاد ته چه سبب دهغی مشوره کول دی دیوبل سره او مشوره دپاره د احکامو جوړولو نه ده بلکه دپاره د چلولو د احکامو ده اودی ته اسلامی شوریٰ وئیلی کیږی اوهرچه مغربی شوریٰ او جمهوریت دی نوهغه د احکامو دجوړولو دپاره وی اوهغه شرک دی اوپه دی سورة کښی داصفت ئی ددی وجی نه ذکرکړو چه دعویٰ ددی سورة توحید فی الحکم وو نودهغی د جاری کولو دپاره شوریٰ په کار ده -