وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ
اوهغه کسان چه ډډه کوی د غټ گناهونو او دښکاره بدکارونه او کله چه دوی غصه شی نودوی بخنه کوی -
په دی کی دریم او څلورم صفت ذکرکوی - هغه دواړه مخکنی ایجابی صفتونه وو اودا دواړه سلبی صفتونه دی (كَبَائِرَ الْإِثْمِ) هرهغه گناه چه دهغی عقوبت ډیراو سخت وی شرک، قتل، زنا، غلا، دمورپلارنافرمانی، جادو، په دروغه قسم کول بهتان وغیره دا کبیره دی (وَالْفَوَاحِشَ) دا خاص دی پس د عام نه یعنی گناهونو کښی هغه چه عقل او طبع ترینه هم نفرت کوی اودهغی قباحت هرعقل والا ته ښکاره وی لکه زنا، دروغ، دهوکه، خیانت وغیره په کښی داخل دی (وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ) مخکښی حقوق اللّه ذکر وو اوپه دی کښی حقوق العباد ذکرکوی اودا صفت د اعتدال دی یعنی که څوک دده بی عزتی کوی نو غصه کیږی دغیرت دوجی نه لیکن بیا بدله نه اخلی بلکه بخشش کوی -