الشورىٰ ۱۵

فَلِذَلِكَ فَادْعُ وَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَقُلْ آمَنْتُ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنْ كِتَابٍ وَأُمِرْتُ لِأَعْدِلَ بَيْنَكُمُ اللَّهُ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ لَا حُجَّةَ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ اللَّهُ يَجْمَعُ بَيْنَنَا وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ

نودی دپاره ته دعوت کوه او ټینگ شه لکه چه حکم کړی شوی دی تاته او تابعداری مه کوه د خواهشاتو ددوی او وایه چه ایمان راوړی دی ما په هغه چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی چه هرکتاب وی اوحکم کړی شوی دی ماته چه انصاف اوکړم ستاسو په مینځ کښی اللّه تعالٰی رب ځمونږ اورب ستاسو دی مونږلره عملونه زمونږ دی او تاسولره علمونه ستاسو دی نیشته هیڅ جگړه په مینځ زمونږ او په مینځ ستاسو کښی اللّه تعالٰی به جمع کوی په مینځ ځمونږ کښی اوخاص هغه ته گرځیدل دی -

ددی آیت نه تر (۳۵) پوری دوهم باب دی په دی کښی ترغیب دی دعوت ته په لس جملوسره بیازجردی مقابله کوؤنکوته اوهغوی ته دعوت دقرآن دی سره تخویف نه بیا دریم دلیل عقلی دی سره د تزهیدفی الدنیا نه بیا یو زجردی په شرک فی التحکیم سره اوتخویف اوبشارت دی او دوهم زجردی په انکار درسول سره دترغیب الی التوبه نه - بیا دری عقلی دلیلونه دی اوبیا تخویف دنیوی دی او دلیل عقلی دی، په دی (۱۵) کښی ترغیب دی دعوت ته اودا علاج دی دپاره د دفع کولو دتفرق چه مخکښی آیت کښی تیرشو اوپه دی کښی دداعی دپاره لس جملی ذکرکوی اودا آداب ددعوت دی (فَلِذَلِكَ فَادْعُ) معنیٰ داده دوجی ددفع کولو دتفرق او اختلاف نه دعوت دحق کوه، یا لام په معنیٰ د الٰی دی او ذالک اشاره ده دین دتوحید ته چه په (۱۳) کښی ذکرشوی وؤ یا اشاره ده قرآن ته (أَهْوَاءَهُمْ) مراد ترینه بی دلیله مسئلی دی چه ملایانو دځان نه جوړکړی دی (وَقُلْ آمَنْتُ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ) یعنی هرکله چه مخالفین استدلال کوی په نورو کتابونو دپاره داثبات دشرک اوبدعت نو ته جواب کښی اوایه چه زه صرف منزل کتاب باندی ایمان لرم -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل