وَمَا تَفَرَّقُوا إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ أُورِثُوا الْكِتَابَ مِنْ بَعْدِهِمْ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مُرِيبٍ
او ډلی نه دی جوړی کړی دوی مگر روستو دهغی نه چه راغی دوی ته علم دوجی دضد کولو په مینځ خپل کښی او که چیری نه وی نیټه چه مقرر شوی ده مخکښی د طرف درب ستانه ترنیټی مقرری پوری نوفیصله به شوی وه په مینځ ددوی کښی اویقیناً هغه کسان چه پاتی کړی شوی دی دوی ته کتاب روستو دمشرانو نه خامخا په شک کښی دی ددی نه پوخ شک -
په دی آیت کښی جواب ددریمی شبهی دی هغه داده چه تاسو چه دعوت ورکوئ کوم دین ته ددی نه ډیر علماء مخالفت کوی نو معلومیږی چه دا دین صحیح نه دی؟ حاصل دجواب دادی چه مخالفت ددی علماؤ ته اعتبار نیشته ځکه چه ددوی تفرق او اختلاف دعلم او دلیل نه مخالف هم دی اودارنگ ددوی مخالفت په ضد او عناد باندی بنا دی (وَإِنَّ الَّذِينَ أُورِثُوا الْكِتَابَ مِنْ بَعْدِهِمْ) مراد ددی نه هغه عوام او نیمگړی ملایان دی چه دکتاب وارثان دی یعنی پوره علم ئی نه دی حاصل کړی حاصل دادی چه غټو ملایانو دضد او عناد دوجی نه دتوحید او دحق مخالفت اوکړو اودهغی په مقابله کښی ئی دشرک کتابونه اولیکل روستو نیمگړی ملایانو او امیانو د غټو علماؤ موافقت ئی اوکړو او دکتاب دشرک تقلید ئی اوکړو اود توحید نه ئی انکار اوکړو -