شَرَعَ لَكُمْ مِنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ كَبُرَ عَلَى الْمُشْرِكِينَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ اللَّهُ يَجْتَبِي إِلَيْهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَنْ يُنِيبُ
(ښکاره) مقرر کړی دی تاسولره د دین نه هغه چه پوخ حکم ئی کړی وؤ په هغی سره نوح علیه السلام ته او هغه چه وحی کړی ده مونږ تاته اوهغه چه پوخ حکم کړی وؤ مونږپه هغی سره ابراهیم علیه السلام او موسیٰ علیه السلام او عیسیٰ علیه السلام ته چه کلک او چلوی دین لره او ډلی مه جوړوئ په دی کښی گران دی په مشرکانو باندی هغه دین چه ته بلنه کوی د دوی هغی ته اللّه تعالٰی را کاږی دین ته هغه چالره چه اوغواړی او هدایت ورکوی دی ته هغه چالره چه حق ته ورگرځی -
په دی کښی دلیل وحی دی په رد دشرک فی الولایة والحکم باندی یعنی اختیار د تشریع د احکامو صرف د اللّه تعالٰی سره دی اودا متعلق دی د فحکمه الی اللّه سره - اودرنگ توحید شرع د اللّه تعالٰی ده او انبیاء علیهم السلام دشرع بیان کوؤنکی دی (مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا) اشاره ده چه اول تشریعی پیغمبر نوح علیه السلام وؤ یعنی چه توحید او نور احکام شرعیه ئی راوړی دی سره دمقابلی کولو نه د مخالفینو سره او آدم علیه السلام خو اول نبی دی لیکن په هغه وخت کښی مخالفین دتوحید اودشرع موجود نه وو (وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى) ددوی تخصیص ددی وجی نه اوشو چه ددوی شرائع مشهور وو (أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ) اقامة نه مراد چلول دهغه دین دی په ځپل ځان کښی په عمل سره اوپه نورو خلقو کښی په دعوت سره په دلیلونو او په دفع دشبهاتو سره - الدِّينَ، مراد ددی نه هغه اصول دی چه په ټولو شرائعو کښی یوشان دی چه هغه توحید، مونځ، زکوٰة، روژی، حج، طاعت د احکامو د اللّه تعالٰی، ایمانیات، تحریم د هرقسم کفراو شرک اواحکام دزنا و قتل، دروغ، ظلم، خیانت وغیره دی (كَبُرَ عَلَى الْمُشْرِكِينَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ) دا علت د اقامة الدین دی یعنی مشرکان دا دین نه غواړی او هغوی په کښی تفرق پیدا کول غواړی لیکن تاسو دهغی اقامت کوئ - په دی کښی اشاره ده چه څوک ددین اسلام او توحید اودهغی نور اصولوته بد گوری نوهغه مشرک دی (اللَّهُ يَجْتَبِي إِلَيْهِ مَنْ يَشَاءُ) اجتباء او هدایت کښی یوفرق دادی چه اجتباء نه مراد نبوت ورکول دی اوهدایت نه مراد توفیق د ایمان ورکول دی دوهم داچه اجتباء نه مراد توفیق د اقامت دین ورکول دی اودهدایت نه مراد توفیق دقبلولو دی او اجتباء صرف په اختیار د اللّه تعالٰی سره ده په دی کښی دانسان دخل نیشته ددی وجی نه مَنْ يَشَاءُ ئی اوئیل اود هدایت دپاره اول انابت شرط دی ددی وجی نه ینیب ئی ذکرکړو -