وَالَّذِينَ يُحَاجُّونَ فِي اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مَا اسْتُجِيبَ لَهُ حُجَّتُهُمْ دَاحِضَةٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ
اوهغه کسان چه جگړه کوی په توحید د اللّه تعالٰی کښی روستو دهغی نه چه قبولیت کړی شوی دی دهغی نو دلیل ددوی باطل دی په نیزد رب د ددوی اوپه دوی باندی غضب دی اودوی لره عذاب سخت دی -
دا تسلی ده دعوت کوؤنکی ته چه ستا دمخالفینو دلیلونه باطل دی اوبی کاره دی دهغی پرواه مه کوه - (اسْتُجِيبَ لَهُ) یعنی هوښیارو خلقو د اللّه تعالٰی دعوت دتوحید قبول کړی دی، نوداهم یو الزامی حجت دی په منکرینوباندی -