الشورىٰ ۱۰

وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِنْ شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبِّي عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ

اوهغه چه اختلاف کوئ تاسو په هغی کښی چه هرڅه وی نوفیصله دهغی (اوگرځوئ) اللّه تعالٰی ته دغه ذات اللّه تعالٰی رب ځما دی په هغه باندی ما ځان سپارلی دی اوخاص هغه ته ورگرځم -

په دی کښی رد دی په شرک فی التحکیم باندی او عطف دی په رد د شرک فی الولایة باندی چه په مخکښی ایت کښی وؤ اودا جواب دی ددوهمی شبهی هغه داده چه منکرین وائی چه دا ته چه کومی مسئلی دتوحید کوی دا زمونږ دکتابونو نه مخالف دی ځمونږ کتابونو کښی خود شرک د جواز دپاره ډیرجزئیات دی - دا اعتراض یهود او نصاریٰ په نبی ﷺ باندی کوؤ اومشرکین عرب ته به ئی خودلو او اوس هم باطل پرست خلق دا اعتراض کوی حاصل جواب دادی چه د تمامو اختلافاتو فیصله به په کتاب د اللّه تعالٰی او سنت د رسول اللّٰه ﷺ کوو - آیت کښی اشاره ده رد دتقلید باطل ته یعنی چه څوک دیوسړی یا دیو کتاب خبره کتاب د اللّه تعالٰی اوسنت درسول ته نه پیش کوی اوهسی بی دلیله ئی منی اوچه دلیل ورته ښکاره شی نوبیاهم هغه خبره نه پریږدی نو دا تقلید باطل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل